امنیت

د ينګي قلعه او خواجه بهاالدين ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې

کابل – باختر د کب دمياشتې ١٠
دتخار ولايت دامنيتي او دفاعي ځواکونو دهغو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې چې پخوا پيل شوي و؛ تر اوسه پورې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څو ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي.
د تخار ولايت د شمال ختيځ زون د پوليسو وياند محفوظ الله اکبري د باختر آژانس خبريال ته وويل: د امنيتي او دفاعي ځواکونو ګډ چاڼيز عمليات چې څو ورځې مخکې د تخار ولايت د کوکچه ولسوالۍ په مربوطاتوکې د وسله والو طالبانو له شتون څخه د دغو ساحو د پاکولو په مقصد پيل شوي و؛ په نتيجه کې يې د ينګي قلعه او خواجه بهاالدين ولسوالۍ پاک شوې، چاڼ شوې او پلټلې شوې دي.
ده وويل: دغه عمليات نن سهار د دغه ولايت په درقد ولسوالۍ کې پيل شوي دي چې له امله يې امنيتي ځواکونو څه ناڅه لس کيلو متره پرمختګ کړى دى او تر اوسه پورې د دغې ولسوالۍ د موسى زي، نورخيلو، ببرک او د آسياب کهنه کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شوي او څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته