ټولنه

دهرات په جامع جومات دبريد دقربانيانو او ټپيانو له کورنيوسره مرسته وشوه

-کابل باختر د چنګاښ  څلورمه :
دهرات ښار دستر جامع په وړاندې  دوروستي چاودنې دشهيدانو او ټپيانو په کورنيو دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رياست نغدي مرستې وويشلې شوې .
  په دغومرستو کې  دهر شهيد په کورنۍ سل زره افغانۍ او په ټپيانو پنځوس پنځوس  زره افغانۍ نن  دانصار زون  دقوماندان  او دهرات ولايت دسرپرست  جنرال محمد جمعه عديل په  وړاندې وويشل شول .
  په هغې غونډه کې چې  له همدې امله  د بهزاد  دنګارستان په تالار کې جوړه شوې وه  دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رياست سلاکار  ډاکتر جمال عبدالناصر  دهېواد داجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله دخواخوږۍ مراتب څرګند کړل . 
جنرال عديل هم  ددغې ټکى په بيانولو سره چې دغه نغدي مرستې ددغه بريد  دشهيدانو له کورنيو سره  دافغانستان داسلامي جمهوريت دمرستو يوه برخه ده، 
ده  د شهيدانو او ټپيانو  له کورنيوسره  دخپلې خواخوږۍ مراتب څرګند کړ او هيله يې وکړه چې دهېواد خلک نور  دتروريستي او چاودنو  دپيښو  شاهدان ونه اوسي .
  دهرات ولايت سرپرست دموظف هيئت تر نظر لاندې ددغو مرستو  دشفاف ويشلو او دمستحقو کسانو پرتثبيت ټينګار وکړ .
  عديل  هيله څرګنده کړه چې داختر ورځې دهرات  ولايت  په مرکز او ولسواليو کې په بشپړه  امنه او ارامه فضا کې تيره شي .
  دغه مرستې  په داسې حال کې ويشل کيږي  چې دهرات ښار دستر جامع جومات  په وړاندې  دچاودنې له امله يوولس تنه شهيدان او اوولس تنه نور ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته