امنیت

د هېواد په جنوب کې ۴ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي

کابل باختر د کب د میاشتې ۱۴ مه
د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ په ناچین او ملیزيي سیمو کې څلور تنه ډار اچوونکي وژل شوي او دوه تنه نور نیول شوي دي.
د ملي دفاع وزارت څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، دغه ډار اچوونکي پرون د افغان ځواکونو د هوايي بریدونو او د ځمکنیو چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په ترسره شویو عملیاتو کې د ډار اچوونکو یو پټنځی، سل کیلو ګرامه نشه يي توکي او په زیاته اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
ویل کېږي په ترسره شویو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته