امنیت

په نورستان کې د ناټو د هوايي بريد له امله اووه تنه پاکستاني طالبان ووژل شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٦
په نورستان ولايت کې د ناټو په هوايي بريدکې اووه تنه پاکستاني طالبان ووژل شول.
په دغو جګړه مارانو تېره شپه د ډيورندکرښې ته څېرمه په کامديش ولسوالۍ کې د دوى په پټنځي بريد وشو او ووژل شول.
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې هوايي بريدکې د وسله والو طالبانو د ډلې د يوه سيمه ييز قوماندان په ګډون اووه تنه پاکستاني طالبان ووژل شول.
ده وويل چې په دې بريدکې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: دغه جګړه ماران په خپل پټنځي کې راټول شوي وو چې د افغانستان په ختيځ کې د يو لړ تروريستي بريدونو په طرحه کولو بوخت وو چې ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته