امنیت

درې تنه وسله وال طالبان په بغلان کې ونيول شول

کابل باختر د وږي اوومه
  دمرکزي  بغلان  دامنيې قوماندانۍ پوليسو نن درې تنه سوله وال طالبان ونيول .
  پوليسو دمرکزي بغلان دځينوکليو دپاکولو په خاطر ددوو ورځو لپاره عمليات ترسره کړل چې تر نن ورځې پورې يې دوام وکړ .
دمرکزي بغلان دولسوالۍ امنيه قوماندان سر څارمن محمد کمين باختر اژانس ته وويل: دغه عمليات ددغې ولسوالۍ دبلوڅانو،  شفيع خيلو او دذکرخيلو په کليو کې پيل شوي دي .
دده د څرګندونو له مخې، په نيول شويوکسانو دترورستي بريدونو دترسره کولو تور لګول شوي دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل: دغه عمليات به د ډار اچوونکو له شتون څخه ددغو کليو تر بشپړ پاکولو پورې دوام ولري .
دده د څرګندونو له مخې، په دغو عملياتوکې دولتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دي اوښتي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته