امنیت

یوولس وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل/باختر/ د زمري ٢٩مه
په قندهارکې ۱۱ وسله وال طالبان له پوځيانو سره په نښتوکې ووژل شول او ۶ نوریې ټپيان شول.
دغه نښتې تېره شپه په ميوند او خاکريز ولسوالیوکې هغه وخت وشوې چې پوځيانو د طالبانو پر دوو پټنځايونو بريدونه وکړل.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په نښتوکې يوولس وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نوريې ټپيان شوي دي.
هغه وويل چې طالبان د نويو ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې بريد پرې شو.
ويل کېږي په نښتو کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د يو بل خبرله مخې:
په قندهارکې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي مامورينو ۱۳ ماينونه د قندهار په ګڼ مېشتو لارو کې کشف او شنډ کړل.
د دغو ماينونو د ښخولو په تورڅوک نه دي نيول شوي، خو سیمه ییز مسوولین یې طالبان عاملین بولي.
ختم-سعيده – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته