فرهنګ

ډاکتر عبدالله عبدالله : دمقاومت په دوران کې داستاد خليلي شعر ، دافغانستان دمظلومو خلکو غږ و .

حسينه ساپۍ :  له هېواد سره مينه داستاد خليلي  په شعرونوکې پراخ مفهوم لري

کابل باختر د ثور ٢٢مه
دافغانستان دمعاصر نوميالي شاعر استاد خليل الله خليلي  دمړينې د دوه ديرشم تلين  په درناوي نن  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت له خوا  په کابل کې يوه غونډه جوړه شوه.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دغه غونډه  دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رييس  ډاکتر عبدالله عبدالله  ،  داطلاعاتواوفرهنګ  وزارت  دسرپرستې حسينې ساپۍ  او ددغه وزارت معينانو او رييسانو ، دجمهور رييس دسلاکار عبدالغفور ليوال ، داستاد خليل الله خليلي دزوى مسعود خليلي ، يوشمير  دولتي  مسوولينو او دفرهنګي شخصيتونوپه شتون   جوړه شوه .
ددغې غونډې په پيل کې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ  څرګنده کړه :داطلاعاتواوفرهنګ وزارت وياړي  چې  دهېواد  دفرهنګي شخصيتونو ددرناوي په  لړ کې نن داستاد خليل الله خليلي دمړينې د دوه ديرشم تلين په درناوي  غونډه  جوړه کړې ده .
حسينې ساپۍ وويل چې دهېواد معاصرشاعر استاد خليل الله خليلي  دهنر ، ادب  ، سياست ، فلسفې اوعرفان  په بېلابېلوبرخوکې منظوم او منثور  اثار لري  چې دهېواد په دننه اوبهر کې  چاپ شوي دي .
دې زياته کړه  چې داستاد  خليلي  شعرونه له حماسې شتمنيو څخه داتحاد اومبارزې دشعرونو ښه  رنګ ځان ته اخلي او له هېواد سره  مينه دهغه په ژوندانه  او شعرونو کې  پراخ مفهوم لري . او يواځې جغرافيايي  ، سياسي  او دخاصو خلکو شتون نه رانغالي  بلکې دهغه دهېواد پولې دفرهنګي پيوند له ډيرو لرې سيمو  څخه تر  نږدې تاريخي سياسي او ټولنيزې اړيکوپورې  ډير ټينګ ديني ، مذهبي او دوديز علايق  شاملېږي .
حسينې ساپۍ  وويل :  چې استادخليلي  په صراحت سره  ازادي ستايلې ده اوپه دې پلمه  استبداد په خپل شعر کې  نفې کوي .
دغه رازپه دې غونډه کې  دکابل پوهنتون استاد احمد ضيا رفعت ، دقومونواوقبايلو په چاروکې دجمهور رييس سلاکارعبدالغفور ليوال ، قمبر علي تابش ، ډاکتر سيد تسليم کاويان اووحيد پيمان په  ترتيب سره داستاد خليلي دژوندانه  ، فرهنګي  او ادبي فعاليتونو ،مبارزو او اثارو دبېلابېلو اړخونو او په معاصر ادب کې دهغه  دمقام او کارناموپه اړوند  معلومات ورکړل .
  دوى  وويل : چې داستاد خليلي  زياتره شعرونه  دخلکو ترمنځ  دملي وحدت او پيوستون  موخه او پيغامونه لري . او استاد خپلې ليکنې د شعر ، غزل ، قصيدې ، رباعي او چاربيتي په ګډون  په بېلابېلو قالبونوکې کړي دي .
داستاد خليل الله خليلي زوي  مسعود خليل هم په خبرو کې  ددې  تر څنګ چې  داستادخليلي   دژوندانه  له دوران څخه خپلې خاطرې بيان کړي  ، داطلاعاتواو فرهنګ له وزارت او له هغو کسانو څخه يې  مننه وکړه  چې ددې غونډې  په جوړولو کې يې  هڅه کړې ده .
دهېواداجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله هم په خپلو خبرو کې استاد خليل الله خليلي  دهېواد دشعر او ادب  دتاريخ   له نومياليو شخصيتونو  څخه وباله اوويې ويل   چې استادخليلي يو مومن  ،متواضع اومعتقد شخصيت و .
دهېواد اجراييه رييس زياته  کړه   چې استاد خليلي  دفارسي کلاسيک په شعرکې  دلومړى ليکې  دشاعرانو  په کتار کې و اوله شاعرانو سره يې  نږدې اړيکې لرلې .
دهېواد اجراييه رييس زياته کړه چې استادخليلي  په بېلابېلو قالبونوکې شعرونه ويلي دي  ، دمقاومت په دوران کې  دهغه شعرونو دافغانستان دمظلوموخلکو غږ  پورته کړ او هغه يې  دشهرت لوړ پړاو ته ورساوه .
دغه راز ډاکتر عبدالله عبدالله  دکابل دوروستيو پيښو  په تيره بيا دپرونى پيښې دشهيدانو پاک روح ته  چې  دپيژندل شوي خبريالې مينه منګل  دشهادت سبب شوه  ،دعاوکړه .
  استاد خليل الله خليلي  په  ١٢٨٦کال کې په کابل کې وزيږيد  اوپه ١٣٦٦ کال کې  په اسلام اباد کې وفات شو .
استاد خليلي  دهېواد  دمعاصرو شاعرانو له جملې څخه و  او دهنر ، ادب  سياست   ، فلسفې او عرفان په بېلابېلو برخوکې  په ټوليزه توګه  ٦٢منظوم اومنثور اثار لري  چې زياتره يې  دافغانستان په دننه اوبهر کې  چاپ شوي دي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته