کابل باختر دوري دمياشتې ١٥ نيټه :
په ننګرهار ولايت کې له څه ناڅه درې سوه اړو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
په دغو مرستو کې اوړه ، غوړي، دال، مالګه ، شړۍ ، بړستنې ، توشکې او د پخلنځي لوښي شاملي دي چې په اړو کورنيو وويشل شوې.
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو د چارو د ادارې يوه مسوول د باخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې له درې سوه کورنيوسره مرسته شوې ده.
دغه مرستې د خوړو نړيوال سازمان ، د مهاجرت د سازمان اوله ماشومانو سره د ملاتړ د بنسټونو خوا په اړو کورنيو ووېشل شوې. پاى عطاالله ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ