امنیت

په جلال آباد ښارکې چاودنه وشوه

کابل- باختر دمرغومي د مياشتې ٢٢
دننګرهار ولايت د مرکز جلال آباد ښار په  تلاشۍ  چوک کې نن سهار يوه چاودنه وشوه.
دغه چاودنه د امنيتي ځواکونو د پلټنې پوستې ته څېرمه رامنځته شوې ده.
دغه چاودنه د يو بم د ځاى پرځاى کولو زيږنده بلل شوې ده.
دننګرهار د والي ويندوى احمدضيا عبدالزي دغه پيښه تائيدکړه. خو د سر د زيان په اړوند يې څه  ونه ويل.
ځينې عيني شاهدان وايي چې په دې چاودنه کې امنيتي ځواکونه په  نښه شوي وو.
د پيښې جزئيات وروسته خپريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته