سیاست

د يوناما د قانون د واکمنۍ له رييس سره د عدليې د وزير په ګتنه کې د حقوقي مرستو د ستونزو د حل کولو په باب خبرې وشوې

کابل باختر د  کب څلورمه :
د عدليي وزير ډاکتر عبدالبصير انور پرون د يوناما د قانون د واکمنۍ د برخې له رييس سره وکتل او د حقوقي مرستو د ستونزو د حل کولو په باب يې خبرې وکړې .
د عدليې وزارت د خپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې په دې اړوند چې ژباړونکي بايد د اوږدمهال لپاره استخدام شي چې د قانون جوړولو په برخه کې د دوى ترلاسه شوي تجربه او معلومات له دندو څخه د هغوى په ګوښه کيدو سره له منځه لاړ نه شي او په لنډ مهال استخدام سره اداره له نوې ستونزې سره مخامخه نه شي، خبرې وشوې .
وروسته د عدليې وزير وويل: د افغانستان د اساسي قانون د يوديرشمې مادې له دريمې فقرې سره سم د حقوقي مرستو وړاندې کول د افغانستان د دولت له دندو څخه دي چې د عدليې په وزارت پورې اړه پيداکوي او يواځې د عدليې وزارت دى چې کولاى شي يو انډوليز او سراسري پروګرام رهبري کړي. له دې امله د حقوقي مرستو په باب ټولې چارې بايد د عدليې له وزارت سره په همغږۍ او مشورې سره  ترسره شي .
ده زياته کړه: موږ د ملګروملتو په سازمان پورې له اړوندو اداروڅخه چې په دې برخه کې زموږ په هېوادکې په خدمت بوختې دي او له نورو دونرونو څخه غواړو چې دغه پروګرام دې د عدليې په وزارت کې د موظفې ادارې له لارې همغږې کړي.
په مقابل کې د يوناما د قانون د واکمنۍ د برخې رييس په دواړو مواردوکې د همکارۍ ژمنه وکړه او زياته يې کړه: په راتلوونکې اوونۍ کې به د حقوقي مرستو د ستونزې د حل کولو په موخه د يوناما، (يو.ان.دي. پي) او د مدافعو وکيلانو د خپلواکې ټولنې په ګډون يوه څو اړخيزه غونډه جوړه کړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته