امنیت

يو افغان پوځي دبهرنيو ځواکونو تر ربړونې لاندې سا ورکړه .

کابل باختر د ليندى شپږمه :
  يوه افغان پوځي  چې دبهرنيو ځواکونو  له خوا نيول شوى و ، دتحقيق په وخت کې تر ځورونې لاندې ونيول شو او ووژل شو .
  افغان پوځي  وحيد الله دروان کال  دتلې دمياشتې په ديرشمه نيټه  دهرات ولايت  دشينډنډ په هوايي ډګر کې په  چکي عسکرو ډزې وکړې يو عسکر يې وواژه او دوه تنه نور يې  ټپيان کړل .
  نيويارک ټايمز  په خپلې پروني ګڼه کې  وليکل  چې له دغې پيښې وروسته  وحيد الله دامريکايي او چکي ځواکونو په بند کې و . او دپوښتنې او ګرويګنې په وخت کې  سخت ځورول شوى و .
نيويارک ټايمز ويلي دي په افغانستان کې د ميشتو امريکايي پوځيانو وياند  جنرال  ديوباتلر په دې باره کې  دتحقيقاتو دتاييدولو په ترڅ کې دزياتو  جزئياتو  له وړاندې کولو څخه  ډډه کړې ده .
  خو ويل شوي دي چې امريکايي او چکي ځواکونه  ديوه افغان کوماندو دوژل کيدو په دليل  چې دافغانستان په لويديځ کې دناتو دځواکونو له خوا نيول شوي و  ،  تر پوښتنې لاندې نيول کېږي .
  افغان پوځي مقاماتو نيويارک تايمز ته ويلي دي  چې  وژل شوي پوځي  دطالبانو د نفوذي افرادو له جملې څخه و ، خو دنښتې له صحنې څخه اخستل شوي تصويرونه او دامريکايي مقاماتو  څرګندونې ددې څرګندوي دي چې ناندرې دډزو سبب شوى دى .
دملي دفاع وزارت وياند غفور احمد جاويد په دې اړوند باختراژانس ته وويل  چې په دې اړوند خپلې څيړنې او تحقيقات ترسبا پورې  بشپړوو او جزئيات به يې  درسنيو په واک کې ورکړو .
په پوځي قطعاتو کې  په بهرنيو پوځيانو بريد په  ځاني  بريدونوشهرت پيداکړى دى  چې تراوسه پورې  ديوشمير بهرنيو عسکرو دوژل کيدو سبب شوى دى .
دغه راز يوشمير افغان عسکر هم په بېلابېلو دليلونو دبهرنيو ځواکونو له خوا نيول شوي دي  چې دافغانستان  له قضايي بنسټ څخه لرې  تر پوښتنې او ګرويګنې لاندې  نيول شوي دي .
دافغانستان اوامريکا ترمنځ دامنيتي قرارداد پربنسټ  افغاني لورى په بهرنيو  پوځيانو دلاسرسي  او يا تحقيق  حق نه لري .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته