امنیت

په پکتيکا کې طالبانو ته دوسلو او مهماتو د ليږدونې په تور څلور تنه ونيول شول.

کابل –باختر دمرغومى شپږويشتمه :
دپکتيکا ولايت دپوليسو منسوبينو څلور تنه چې غوښتل يې مخالفينو ته مهمات وليږدوي ونيول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
نيول شويو کسانو غوښتل پنځه کلاشينکوفونه ،يوه پيکا ،يو توغندي ويشتونکې او يوه اندازه مهمات او چاوديدونکې توکې ديو تراکتور او ديو کرولا موټر په واسطه وسله والو مخالفينو ته وليږدوي چې ديوسف خيلو ولسوالۍ دالله اکبر د دښتې په ساحه کې دپوليسو له خوا ونيول شول.
ديوبل خبرله مخې دهرات ولايت له تروريزم سره دمبارزې پوليسو ددغه ولايت دکشک کهنه ولسوالۍ د محمد آباد دکلي يو اوسيدونکې چې يوه اندازه مهمات او ډول ډول وسلې يې دفلانکوچ موټر په واسط وسله والو مخالفينو ته ليږدول ونيول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته