امنیت

دلوګرپه پل علم کې دچاودنې له امله يو تن شهيد شو

کابل- باختر دکب دمياشتي  شپږمه :
په لوګر  ولايت کې نن سهار دچاودنې له امله دعامه نظم يو پوليس شهيد او درې تنه نور ټپيان شول .
دلوګر ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالصبور نصرتي باختراژانس ته وويل: يوه ناپيژندل شوى سړي نن سهار هلې ځلې وکړې چې په چاوديدونکو توکوبار خپل فلانکوچ موټر په پل علم ښار پورې اړوند دقلعه جمعه دپوليسو دعامه نظم  پوستې ته څيرمه وچوي خو مخکې له دې چې هدف ته  ورسيږي؛ دپوليسو له خوا وپيژندل شو او بريد پرې وشو چې په ترڅ کې يې موټر وچاوديد او له امله يې دعامه نظم  يو پوليس شهيد او دوه تنه  نور ټپيان شول .
ويل کيږي چې دپيښې ټپيان ددرملنې لپاره ملکي روغتون ته ليږدول شوي دي.
يوه خبرځاى چې دنامه له اخستلو څخه يې ډډه وکړه وويل: په دې پيښه کې پنځه تنه ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي .
ده زياته کړه: څرنګه چې چاودنه ډيره زوره وره وه؛ پوستې ته څيرمه د استوګنې  دکورونوښيښې  ماتې شوي او د پوستې يوه برخه هم ويجاړه شوې ده .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته