خبرونهاقتصاد

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت: د تامیناتو او تضمیناتو د ورکړې پروسه دې چټکه شي

کابل/ وري ۲۷ مه/ باختر

د ښار جوړولو او ځمکو  سرپرست وزیر مولوي حمد الله نعماني د پنجشنبې په ورځ  د ساختماني پروژو اړوندو مسوولینو او د وزارت له کارکوونکو سره وکتل او د پراختیایي پروژو د تامیناتو، پیسو او د پروژو د تسلیمۍ پروسه یې وارزوله.

اړوندو مسوولینو د تسلیم شوو پروژو، تر کار لاندې پروژو، او تسلیمۍ ته چموتو شویو پروژو په اړه سرپرست وزیر ته معلومات ورکړل او په دغه برخه کې د شته ستونزو په اړه یې یادونې وکړې.

د یاد وزارت سرپرست وزیر د ټولو هغه پروژو د برخلیک معلومولو په اړه خبرې وکړې چې په تېر حکومت کې پیل شوې او زیاته کړه چې په اړه دې د ملي پراختیا شرکت سره  ستونزې شریکې او د یوې طرحې له جوړولو وروسته دې عملي اقدامات وکړي.

مولوي نعماني ټینګار وکړ چې د تامیناتو او تضمیناتو د ورکړې پروسه دې چټکه شي او له داسې لارو چارو دې کار واخیستل شي چې نه امارت او نه عام خلک زیانمن شي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال ګڼ شمېر هېوادوال د کار د نشتون له کبله په ستونزو کې دي او هیله مندي شته چې د تړل شویو پروژو د کارونو په بیا شروع کېدو سره به دغه ستونزه تر ډیره حل شي.

عبدالمتین افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته