نړۍ

يو جګپوړى پوليس په پيښور ښارکې ووژل شو

پيښور ډي ډان   باختر دچنګاښ دمياشتې  ٨ :
د پوليسو يو جګپوړى افسر نن  د ناپيژاندو وسله والوکسانوله خوا د پيښورښار په يکه توت ناحيه کې ووژل شو.
باختر آژانس دپاکستاني رسنيو له خولې خبر راکړ :
علي نګار د خپل کارځاى ته روان و چې د ناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا په  جباسهيل ساحه کې پرې ډزې وشوې . تر اوسه پورې د دغې وژنې انګيزه نه ده روښانه شوې   .
تيره اوونۍ هم دپوليسو يو جګپوړى افسر په پيښور ښارکې ووژل شو او دوه تنه نور پوليسان ټپيان شول.
پيښور د خيبر پښتونخوا ايالت مرکز دى چې ددغه ايالت قبايلي سيمې دواشنګټن له خوا دالقاعده او دياغي طالبانو دستر پټنځي په توګه پيژندل شوى دى.
په تيرو کلونوکې بيا بيا په پيښور ښارکې  بريدونه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته