کابل باختر دکب دويمه
وسله والو طالبانو په هلمند ولايت کې دجاسوسي په تور دڅلورو تنو سرونه غوڅ کړل .
دغوکسانو دواشير ولسوالۍ په شاه پشتې سيمه کې خلکو ته مخابراتي اسانتياوي برابرولي چې دوسله والو طالبانو له خوا يې له تښتول کيدو وروسته سرونه غوڅ کړاي شول .
دهلمند دوالي ويندوى داود احمدي دباختر اطلاعاتي اژانس ته ددغه خبر دتائيدولو په ترڅ کې په ډاګه ونه ويل چې دغه کسان دکوم مخابراتي شرکت کارکوونکي و .