اقتصاد

باميان دافغانستان دپټاټو کندو ده

کابل باختر د چنګاښ ١٦ مه :
دبودا دويجاړو شويو مجسمو تر څنګ دلرغوني باميان نوم دخوږ محصول  (پتاټو) سره تړلى دى .
دکرنې دکارپوهانو دڅرګندونوله مخې، دجغرافيايي او دهوا دحالاتو له پلوه دباميانو هره سيمه دپټاټو د کرکيلې لپاره مساعده ده .
دکرنې او اوبو لګولو وزارت له خوا دوړاندې شويو شمېرنو له مخې ، په باميانو کې  ٥٩ زره ٣٤٣ هکتاره ځمکه  ابي  ځمکې او ١٥٩٨٤ هکتاره ځمکه  هرکال تر  للمي کرکيلې لاندې ده چې په دغه ولايت کې څه ناڅه سل زره بزګران  دکرنې په کاروبار بوخت دي .
دهغه لوړ کيفيت ،خوندورتوب او مقام په نسبت چې دباميانو دغه خوږ محصول (پټاټې)  دهېواد دخلکو ترمنځ او آن دسيمې دهېوادونو په يوشمېر  بازارونوکې لري په باميانو کې زياتره بزګران دپټاټو  کرکيلې ته مخه کړې ده او له دې لارې پيسې ترلاسه کوي .
اوس دباميانو پټاټې  چې دسپينوزرو په نامه  شهرت لري تر زياتې اندازې پورې دهېواد دبازارونو ځواب وروکونکى دي .
باميان  په هېواد کې دپټاټو ستر توليدوونکى  دى او په هېواد کې دپټاټو دټکرۍ په نامه  شهرت موندلى دى .
هرکال  په هېواد او په تېره بيا په باميانو کې څه دپاسه  ٣٥٠ زره ټنه  پټاټې  توليد او کورنيو اوبهرنيو  بازارونو ته وړاندې کېږي .
دکرنې او اوبولګولو وزارت وايي ، زيات کلونه کېږي  چې په باميانو کې دکرنې دودې لپاره ګټور  پروګرامونه دتطبيق په حال کې دي .
ددغه پروګرام په تطبيق سره په تېرو څو کلونوکې د١٠ زره  ٢٧٥ جريبه ځمکې  دخړوبولو لپاره زمينه برابره شوې ده .
په تېرو څلورو کلونوکې دکرنې اواوبو لګولو وزارت دباميانو بزګرانو ته دپټاټو  ٣٦٠٠ زيرمې جوړې کړې دي چې دغه پروګرام دبامياني بزګرانو په اقتصادي  ودې او پرمختيا ډېره  مهمه او ارزښتناکه اغېزه کړې ده.
هره زېرمه له شلو څخه تر  ٦٠ ټنو پورې دپټاټو دظرفيت ساتنه لري او له دغو زېرمو څخه په استفادې سره ددې تر څنګ چې بزګران کولاى شي تر پنځو مياشتو پورې خپل محصولات پکې وساتي او په پړاوويز ډول يې بازارته وړاندې کړي، د پټاټو  دزيان کچه هم  له  ٤٠ سلنې څخه،  له دوو څخه تر درې سلنې پورې کمښت موندلى  او دباميانو بزګران به دې ته اړ نه وي چې خپل حاصلات  په ټيټه بيه په بازار کې وپلوري .
په ټول  باميان کې دپټاټو  دپلورنې  لپاره يوستر بازار شتون نه لري، خو سوداګر هرکال دبزګرانو حاصلات پيړي او په انډي کولو سره يې دولايتونو او له  هېواد  څخه بهر بازارونو ته لېږدوي .
د ورس دولسوالۍ يو بزګر صفدر علي وايي لس کاله کېږي  چې پټاټې  کري  ، او عوايد  يې هم له دې پلوه  ښه دى .
ده وويل :کله چې دپټاتو حاصلات راټولېږي سوداګر هغه پيري  او دوى د خپلو محصولاتودبازار موندنې  په خاطر کومه ستونزه نه لري  خودباميانو يو بل بزګر علي جمعه په دې باور دى که چېرې  دافغانستان دولت دپټاټو لپاره په ګاونډيو  او دنړۍ په هېوادونو کې بازار پيداکړي بيا به ددوى پټاتې په لوړه بيه وپلورل  شي .
دکرنې او اوبو لګولو وزارت يومسوول باختراژانس ته وويل چې، دپټاټو دحاصلاتو دزياتوالي  په لاره کې  په تېرو  دوو کلونوکې  څه دپاسه  لس زره بزګران دباکيفيته کيمياوي سرې دويشلو او دترويجي سلامشورو دپروګرامونو تر ملاتړ لاندې نيول شوي دي او دپټاټو  دکروندګرو دزراعتي کوپراتيفونو  غړو بزګرانو ته د ٣٠٠ مليونو افغانيو په ارزښت  زراعتي پورونه ورکړي دي.
دکرنې اواوبولګولو وزارت دغه مقام وايي چې دباميانو زياتره  بزګران يې دکرکيلې  له نويو لارو چارو سره بلد کړي دي او په ځينو مواردو کې په هغوى کاري وسايل او دکرکيلې   توکي هم ويشلې دي .
دکرنې او اوبو لګولو وزارت هيله لري چې په  نږدې  کلونوکې په ورو ورو دباميانو دپټاټو  حاصلات داسې کچې ته ورسېږي چې دهېواد کورني  اړتياوې پوره کړي .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته