امنیت

شل ډار اچوونکي په قندهار کې ووژل شول .

کابل / دکب  ٢٧مه /باختر
شل ډار اچوونکي په قندهار کې د نويو جګړو په بهير کې ووژل شول او څو تنه نور يې ټپيان شول.
دغه جګړې  د وروستيو  ٢٤ ساعتو په بهير کې د خاکريز، ميوند او ارغنداب ولسواليو په ځينو سيموکې پر پوځيانو د وسله والو طالبانو له بريدونو وروسته رامنځته شوې دي.
په قندهار کې  د ځانګړو ځواکونو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي  چې په دې جګړو کې  ٢٠ ډار اچوونکي وژل شوي او څو تنه نور يې ټپيان شوي دي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې يو وسله وال طالب په قندهار کې  د خپل ماين  په چاودنه کې ووژل شو.
دغه يرغلګر غوښتل  دشاه وليکوټ ولسوالۍ په يوسړک کې ماين ښخ کړي چې ماين پرې وچاودېد.
د يوبل خبرله مخې؛  د قندهار پوليسو  د دغه ولايت  له ګڼ مېشتولارو څخه د نهو ماينونو په کشفولو سره د يو لړ چاودنو مخه ونيوله.
  ختم_ ج _ اکرم   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته