کابل باختر د چنګاښ دويمه :
د قندهار _ هرات په لويه لاره کې د طالبانو له خوا د تښتول شويوکسانو له جملې څخه ٢٠ تنه يې نن آزاد شول.
يوې ډلې طالبانو پرون د قندهار _ هرات په لويه لاره کې د مسافرينو په کتار بريد کړ او په لسګونو تنه مسافرين يې له ځانه سره بوتلل .
يرغلګرو لومړى ٢٨ تنه مسافرين آزاد کړل او وروسته شل تنه نور يې هم آزاد کړل. خو د اتو تنو نورو مسافرينو د برخليک په باب يې خبر نه دى تر لاسه شوى.
د قندهار- هرات د لويې لارې امنيتي مسوول د باختر اژنس خبريال ته وويل چې طالبانو نن سهار ٢٠ تنه مسافرين آزاد کړل .
ده وويل: د اتو تنو مسافرينو د خلاصون لپاره هلې ځلې دوام لري .
پوليس وايي: طالبانو استول شوي کسان د قندهار-هرات د لويې لارې شاو خوا کليو ته بيولي دي.
په همدې حال کې د تښتول شويو سپرليوکورنۍ په هرات کې په ډيرې انديښنې سره خپلو عزيزانو ته سترګې په لاره دي.
0 1 دقیقه لوستل