روغتیا

ديو مليون ډالرو په ارزښت دطبي تجهيزاتو مرسته وشوه .

کابل / دثور  ١٩مه /باختر :
په چين کې  يوشمېر سوداګرو او محصلانو ديو ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت  دافغانستان د سوداګرى او پانګې اچونې دخونو په همکارۍ دعامې روغتيا له  وزارت  سره  دروغتيايي  تجهيزاتو مرسته وکړه .
  دباختراژانس دخبرله مخې، په دغوتجهيزاتو کې د اکسيجن دستګاوې ، ماسکونه ، محافظتي کېټونه ،محافظتي عينکې ، او دتبې  سنجولو دستګاوې  شته .
دعامې روغتيا وزارت  مالي اواداري معين  ډاکټر شفيق الله  شهيم په چين کې دافغان سوداګرواو محصلانو ددغومرستو له امله مننه وکړه  اودغه تجهيزات يې په اوسنيو شرايطو کې  ډير مهم وبلل .
دغه راز هغه  دغوسوداګرو اومحصلانو ته ډاډ ورکړ  چې دغه طبي تجهيزات به په اړو ځايونو کې ولګول شي .
دغو سوداګرو اومحصلانوددغو مرستو هدف دروغتيايي مرکزونو سمبالول او د کرونا ويروس په وړاندې  دروغتيايي کارکوونکو دځان ساتنه وبلله او دعامې روغتيا له وزارت څخه يې وغوښتل چې دغه تجهيزات دې په هغو ځايونو کې چې  ورته اړتيا وي وويشل شي . 
ديادونې وړ ده چې قطر هم په دې وروستيو وختو کې  ديو ميليونو درې سوه زرو امريکايي ډالرو په ارزښت  دعامې روغتيا له وزارت سره  دروغتيايي تجهيزاتو مرسته کړې وه .
ختم _ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته