امنیت

دکورنيو چارو له وزارت سره د نهو ليږدونکو وسايطو مرسته وشوه

کابلباختر داسد١٦
د اروپا د اتحاديې پوليسو نن د کورنيو چارو له وزارت سره د نهو ليږدونکو وسايطو مرسته وکړه.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دافغانستان لپاره د اروپا داتحاديې دپوليسو د ماموريت رئيس ددغوموټرونوکيلۍ دکورنيو چارو وزارت سرپرست ستر پاسوال غلام مجتبى پتنګ ته وسپارلې او وې ويل چې د اروپا اتحاديه د افغانستان د ملي پوليسو دچټکو پرمختګونو له امله خوشحاله ده اود افغانستان د ملي پوليسو د لازياتې پياوړتيا او مسلکي کولو لپاره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
ده زياته کړه چې د اروپا اتحاديه د وګړنيو پوليسو دپروژې په تمويلولو ژمنه ده او په راتلونکي کې به زيات امکانات او وسايل ددغو ځواکونو په واک کې ورکړي.
په همدې حال کې د کورنيو چارو وزارت سرپرست سترپاسوال غلام مجتبى پتنګ دافغانستان له ملي پوليسو سره د اروپا داتحاديې دمرستو له ا مله مننه وکړه اود ملي پوليسو دځواکونو ورځ په ورځ زياتيدونکي ځواکمني ته په اشارې سره وويل چې دهغې تپل شوې جګړې په دليل چې دخلکو او دپوليسو ترمنځ واټن پيدا شوى دى اود وګړنيو پوليسو هغه پروژه چې د نړيوالې ټولنې دملاتړ وړ ده؛ د خلکو او پوليسو ترمنځ د واټن د لنډولو په مقصد د کورنيو چارو وزارت يوستراتيژيکي پلان دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته