کابل / د مرغومي٢٠ مه/ باختر
په بلخ کې پرون د دوو غيرمسوولو قوماندنانو ترمنځ وسله واله نښته کې څلور کسان ووژل شول.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د بلخ سيمه ييز مسوولان وايي چې د دغه ولايت د شولګرې ولسوالۍ په تاجکايلتن کلي کي د دوو غيرمسوولو وسله والو قوماندانانو ستار او حاج محمد افرادو ترمنځ نښته کې له دواړو لورو څخه څلور تنه وژل شوي دي.
خبرځاى زياته کړه: په پېښه کې د دغو قوماندانانو٥ نور کسان ټپيان شوي دي.
پاى ذ