سیاست

اجرائيه رئيس، په پکتیا کې د ایخېلو او سروه خېلو قومونو ترمنځ د قومي شخړې د حل لپاره پلاوی وټاکه

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې١٤مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس په پکتیا کې د ځدراڼو قوم د ایخېلو او سروه خېلو د ولسونو ترمنځ د شخړې د هوارولو لپاره یو واکمن هيئت وټاکه او د دې ستونزې د اساسي حل غوښتنه یې ترې وکړه.
د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
څه وخت وړاندې د اېخېلو او سروه خېلو قومي مشرانو له اجرائيه رئيس څخه په جلا جلا ناستو کې د یادې ستونزې د حل غوښتنه کړې وه.
د دواړو قومونو ترمنځ د یوه غره پر سر له څو لسیزو راهیسې شخړه روانه ده، چې له تېرو شپږو میاشتو د دواړو لوریو ترمنځ وسله والې نښتې زور اخیستی و. اوس دواړه قومونه یوه بل ته په مورچلو کې ناست دي.
اجرائیه رئيس له دواړو قومونو څخه د ارامۍ غوښتنه کړې وه او ژمنه یې کړې وه، چې ډېر ژر به دې مسالې ته د حل یوه لاره پيدا کوي. سره له دې چې جمهور رييس د دې ستونزې د حل لپاره یوه هيئت ته دنده ورکړې وه؛ خو دغه پلاوی د یادې ستونزې په اساسي حل ونه توانېده.
نن اجرائيه رئيس د جمهور رييس د سلاکار قمر الدین شینواري په مشرۍ او د اجرائيه رياست د سلاکارانو بخت محمد ځدراڼ او حاجي میرزا علي او د جمهور رييس د یوشمېر سلاکارانو په ګډون یوه هيئت ته دنده وسپارله، چې پکتیا ولایت ته سفر وکړي، د دې ستونزې د اساسي حل لپاره لاره ولټوي.
اجرائيه رئيس پلاوی ته دنده وسپارله چې په لومړي پړاو کې د دواړو قومونو ترمنځ د جګړې مخنیوی وکړي او له هغې وروستې د ستونزې د اساسي حل لپاره د ټولو ښکېلو خواوو سره خبرې وکړي، پخوانۍ پرېکړې چې د حکومت او قومي جرګو له مخې شوي، مطالعه کړي او له ارزونې وروسته یې له ټولو ښکېلو اړخونو سره خبرې وکړې.
اجرائيه رئيس وویل، چې دواړه لوري، سولې او خبرو ته لېواله دي او له هيئت یې وغوښتل چې په ټول صلاحیت سره په قضیه ښه ځان پوه او له هغې وروسته خپل وړاندیزونه له اجرائيه ریاست ته وړاندې کړي.
هيئت ژمنه وکړه، چې په ټول توان سره په رښتینوالۍ او بې پرې ډول سره د دې ستونزې د اساسي حل لپاره هڅې کوي.
نن دغه هيئت، په سپېدار ماڼۍ کې د سروه خېلو او ایخېلو له قومي استازو سره هم ولیدل او د ستونزې په اړه یې د هغوی نظریات وپوښتل.#  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته