ورزش

دمبارکۍ پيغامونه .

 کابل باختر د تلي دولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي ،  دجمهوري رياست دمرستيالانو دکابيني دغړو دملي شورادغړو سترې محکمې داولمپيک ملي کيميټې  کرکټ بورد  دغړو او دټول ملت په نامه دکينيا په وړاندې د هيواد دکرکت دملي ټيم دبرياليتوب  او داستراليا د ٢٠١٥ دنړيوال کرکټ په پنځوس آوريزو سياليو کې ددغه ټيم دلارې موندنې له امله نن باخترآژانس ته دمبارکۍ پيغامونه رارسيدلي دي .
په پيغامونوکې دهيواد دکرکټ دملي ټيم دلوبغاړو دوياړلي برياليتوب په مناسبت دښې مبارکۍ او ښې هيلې مراتب څرګند شوي دي اوويل شوي  دي چې په بهرنيو سياليو کې دهيواد دځوانو ورزشکارانو  پرله پسې برياليتوبونه  نه يوازې دافغانستان اوددغه هيواد دهراوسيدونکي د وياړ سبب شوى دى  بلکې دملي وحدت او پيوستون زيات ټينګښت يې دهر افغان په  ولولو کي پياوړى کړې دې .
په دغو پيغامونوکې دغه راز ويل شوي دي له شک پرته دهيواد دکرکټ بازانو دغه برياليتوب دهيواد دفوتبال دملي ټيم دلوبغاړو دبرياليتوب په شان د هرافغان دوياړ او غرور سبب کيږي او څومره ښه ده  چې مخالفين او په تيره بياهغه کسان چې ددولت او دخپلو خلکو دآرامي په وړاندې ولاړ دي سوله  وکړي چې دنړۍ له ورزشي ډګرونو څخه دافغان ځوانانو وياړ درامنځته کولو زمينه زياته برابره شي .
دغه راز په دغو پيغامونو کې درسنيو دودې او دهيواد دورزشکارانو دوياړ راوړونکو دغه شان  سياليو دژوندي خپرولو دزمينې دبرابرولو په خاطر داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت څخه مننه شوي ده .
دغه پيغامونه داطلاعاتو او فرهنګ دوزير او ددغه وزارت دمشرتابه هئيت په پارلماني  چارو کي دددولت دوزارت دمشرتابه هئيت اوکارکوونکو ،  دمهاجرينو  دراستنولو او دعامي روغتيا دوزارتونو دمشرتابه هيتونو ، دبدخشان د والي ، دکابل د اور وژنې درياست ، دکابل ښار دپوهنې درياست ، دکابل دطبي  پوهنتون داستادانو دټولنې ، دروغتيايي  قوانينوله تطبيق څخه دڅيړنې درياست ، دافغانستان د ډاکترانو او روغتيايي کارکوونکو دسراسري اتحاديې،   دتخار ولايت دپوهنې د رياست ، د درمان او دعلي سينا دخصوصي کلينيکونو ، دباران دروغتيايي علومو دانستيتوټ ، په جاپان کې دافغانستان دسفير او ددغه سفارت دکارکوونکو ، دافغانستان دترکمنانو دسراسري شورا ، دجبارخيلو دقومي شورا درييس او غړو،  دسردار محمد داود خان ،  ابو القاسم  فردوسي ، الفتح ، شهيد حاجي عبدالقدير  او دستارې دليسواو داستفلال ، د ابن سينا دعاجل د  دابن سينا  دصدري ، انتاني او دملالۍ دنسايي او ولادي روغتونونو له  خوا رارسيدلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته