کابل باختر د لړم پنځلسمه :
يوتن له يوې اندازې جنګي وسايلو سره دهېواد په ختيځ کې ونيول شو .
دغه سړى نن سهار کله يې چې غوښتل په لسګونو تومانچې نامعلوم ځاى ته وليږدوي دامنيتي ځواکونو له خوا دننګرهار ولايت د جلال اباد _ تورخم په لويه لاره کې ونيول شو .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼى باختراژانس ته وويل چې له دغه سړي څخه يو ديرش تومانچې ، او په زرګونو ګولۍ ترلاسه شوي دي .
ده وويل چې دغه سړى دغه تومانچې په ماهرانه ډول په يوه کرولا موټر کې ځاى پرځاى کړي و .
تراوسه پورې روښانه نه دى چې نيول شوى سړى دوسلو قاچاق وړونکى دى اويا له ډار اچوونکو ډلو سره تړاو لري .
دننګرهار پوليس وايي چې په دې باب څيړنې پيل شوي دي .
ختم_ ج _ اکرم
2 1 دقیقه لوستل