فرهنګ

د سنځل ګل مشاعره په لوګرکې جوړه شوه

کابل/ باختر/ د غبرګولي ٢٩مه
په لوګرکې د (سولې ګل) په نامه د (سنځل ګل) دوديزې مشاعرې ديارلسمه دوره په لوګرکې جوړه شوه.
  د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د دغه ولايت د مسوولينو، شاعرانو، ليکوالانو، اديبانو او ځوانانو په ګډون په پل علم ښارکې جوړه شوه؛ د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد شفيق پوپل، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ پيغام ولوست.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې په پيغام کې له ټولو شاعرانو او اديبانو څخه غوښتنه شوې ده چې په خپلو شعرونو او ليکنو کې د افغاني اصيل فرهنګ پياوړتيا او ودې ته جدي پاملرنه وکړي.
د لوګر والي محمد انور خان اسحق زي هم د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د رييس عبدالمتين بېک پيغام ولوست چې په هغه کې د افغانانو ترمنځ پر ملي يو والي، سولې او پيوستون  ټينګار شوى دى.
په مشاعره کې شاعرانو، د ترانې ټيمونو او ممثلانو د سولې، ملي يو والي، اتحاد او اتفاق، د جګړې او تاوتريخوالي د پاى ته رسولو، ښوونې او روزنې، فرهنګي ارزښتونو ته د پاملرنې او له قانون ماتوونکو سره د قانوني چلند په باب  خپل شعرونه ولوستل او تمثيلي ټوټې اجرا کړې.
د مشاعرې ترڅنګ د ښځو  د لاسي صنايعو او کتاب نندارتون د يوې ورځې لپاره د علاقمندانو لپاره پرانيستل شو.
د مشاعرې په پاى کې والي او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست شاعران، ژورناليستان، فرهنګيان او د مدني ټولنې فعالان وستايل.
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته