امنیت

په هلمند کې ددريو تنو ماين ښخوونکو وژل کيدل

کابل باختر د لړم اتمه
  په هلمند ولايت کي دناټو دهوايي بريد له امله  درې تنه ماين ښخوونکي طالبان ووژل شول .
دغه بمباري  نن سهار وختي دسنګين ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت وشوي چې وسله وال طالبان په يو ګڼ ميشت واټ کې په ماين ښخوولو بوخت و .
دهيواد په جنوب کې دناټو دځواکونو يوه ويندوي  باختر اژانس ته وويل چې په دې هوايي بريد کې درې تنه ماين ښخوونکي طالبان  و وژل شول .
ده وويل طالبانو غوښتل چې ددغو ماينونو په ښخولو  سره دافغان ځواکونو او دناټو دقوتونو په کاروان بريد وکړي .
وسله وال طالبان  په دې وروستيو وختو کې زياتره په واټونوکې په ماين ښخولو لاس پوري کوي هغه ماينونه چې زياتره ملکي وګړي قرباني کوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته