تهران دامريکا غږ باختر دوږي دمياشتې لومړۍ نيټه :
په داسې حال کې چې په ايران کې ٢٠ تنه سياسي بنديان د ډوډۍ نه خوړلو په اعتصاب کې دي، د بخښنې نړيوال سازمان په خپلې نوې وينا کې اعلام وکړ چې د کرج ښار د رجايي جيل د سياسي بنديانو شرايط دومره خراب دي چې بنديان د خپلو ساده انساني حقوقو لپاره د ډوډۍ نه خوړولو اعتصاب ته اړ شوي دي.
د رجايي ښار د جيل د سياسي بنديانو دوو تنو خپلوانو د امريکا غږ ته ويلي دي چې اتلسو تنو بنديانو له شلو ورځو را په دې خوا د ډوډۍ نه خوړلو په اعتصاب کې دي .
دغو بنديانو ځانګړي امنيتي بند ته د سياسي بنديانو په ليږدونې اعتراض کړى دى.
پخوا د ايران د بشر د حقوقو د فعالانو خبري ارګان (هرانا) خبر ورکړى و چې پنځوس تنه سياسي بنديان د جيل يوې برخې ته ليږدول شوي دي چې آن روغتيايي خدمتونه يې په کمرو سمبال دي.
دوى وايي: په دغو بنديانو بې ساري محدوديتونه لګول شوي دي، له هغه وروسته کله چې د سياسي بنديانو اعتراضونه و نه څيړل شول، دوى د ډوډۍ نه خوړولو په اعتصاب لاس پورې کړ.
0 1 دقیقه لوستل