کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٨ نيټه :
درسانه يي شکايتونو اودسرغړونو دڅيړنې کميسيون نن ددغه کميسيون دمرستيال محمدضيا بوميا په مشرۍ غونډه وکړه.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ په دې غونډه کې درسانه يي شکايتونو اوسرغړونو دڅلورو مواردو په باب چې ديوشميردولتي او خصوصي بنسټونوله خوا درسانه يي شکايتونو اوسرغړونو دڅيړنې کميسيون ته لېږل شوي دي ،. خبرې اترې وشوې .
دغه راز دکميسيون غړو ددغو مواردو له څيړنې او دقضيو دښکيلو لورو ددليلونونو له اوريدو وروسته دهر مورد په باب لازمې پريکړې وکړې.
پاى ذکرالله