کابل – باختر دتلې ٢٢
دغه طالبان پرون مازيګر کله چې په افغان پوځيانو او دناټو په ځواکونو دبريد نيت درلود . دغزنى ښار په مربوطاتو کې په (نانى) سيمه کې دناټو دجنګي الوتکو له خوا پرې بريد وشو او ووژل شول.
دغزنى ولايت دامنيې قوماندانۍ يو مسوول باختر اژانس ته وويل : په دغو طالبانو د دوى په پټنځي کې او دناټو په پوځيانو او افغان ځواکونو له يو لړ بريدونو مخکې بريد وشو.
دغه هوايي بريد دغزنى ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د يو کلى له بمبارى څخه څو ساعته وروسته وشو،هغه پيښه چې لس تنه وسله وال طالبان او څلور تنه ملکي وګړي پکې ووژل شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ