کابل باختر د چنګاښ ٢٦
د ولسي تړون د ملي پروګرام د اته ديرشو پرمختيايي پروژو کار پرون په نيمروز ولايت کې پيل شو .
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: په دغو پروژوکې د لمريزې بريښنا او د اوبو زيرمې شته چې ددغه ولايت په کچه عملي کيږي .
د دغو پروژو د کار په پرانستلوکې د نيمروز والي انجنير محمد سميع وويل چې پرمختيايي پروژې د پلان له مخې به د نيمروز ولايت په ګوټګوټ کې تطبيقې شي او دغه پروژې يې ځوانانو ته د کارموندنې په لاره کې ګټورې وبللې .
د نيمروز والي د بنسټيزو پروژو د ساتنې او څارنې په لاره کې د خلکو رول مهم وباله او له هغوی څخه يې وغوښتل چې دسيمه ئيز حکومت په همکارۍ د نيمروز ولايت په بيا رغاونه کې ونډه واخلي .
د نيمروز ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رييس انجنير فريد عظيم وويل: دغه پروژې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت له بودجې څخه د څه د پاسه ۵۰ ميليونو افغانيو په لګښت تر شپږو مياشتو پورې عملي شي .
انجنير عظيم زياته کړه چې په دغو پروژوکې ۹۱۰ تنه په کار ګومارل کيږي او له دغو پروژو څخه به دوه زره ۶۸۲ کورنۍ ګټه واخلي .
ختم- ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل