امنیت

په ننګرهار کې دطالبانو يو جګپوړى قوماندان ووژل شو

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٢٣  :
د وسله والو طالبانو يو جګپوړى قوماندان  له  خپلو پنځو تنو افرادو سره  يې  په
ننګرهار ولايت کې دملي امنيت  دمنسوبينو دځانګړو عملياتو په بهيرکې ووژل شو.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباختراژانس خبريال ته وويل ؛  په دغو ځانګړو عملياتو کې دطالبانو يوجګپوړى قوماندان زرقاوي له پنځو تنو  افرادو سره يې ووژل شو.
ده وويل ؛   دغه طالبان  داختر په ورځو کې ديو لړتروريستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و، چې بريدپرې وشو.
ويل  کيږي په دې بريد کې  دملي امنيت ځانګړو سرتيرو اودملکي ګړو ته زيان نه دى اوښتى.
ديوبل خبرله مخې :  دطالبانو دډلې ديوه قوماندان په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان دننګرهار ولايت په خوږياڼيو ولسوالۍ  کې دهوايي بريد په بهيرکې  ووژل شول.
پوليس وايي  دغوطالبانو غوښتل   داختر په ورځو کې  يو لړ بريدونه وکړي چې دافغانستان دهوايي  ځواکونوله خوا پرې بريد وکړي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې  دطالبانو دډلې  څلورتنه غړي دهسکې مينې په ولسوالۍ کې دپوځيانو په ډزو کې ووژل شول.
دغه طالبان نن  کله يې چې  غوښتل  په يوه واټ کې ماين ښخ کړي  دپوځيانو په ډزو کې ووژل  شول.
دننګرهارولايت دامنيې قوماندانۍ يو مقام وايي  چې دسيمې خلکو مخکې دطالبانو ددغه نيت په باب پوځيانو ته خبر ورکړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته