امنیت

په کاپیسا کې ۳۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

کابل باختر د لیندۍ ۱۸ مه
د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ۳۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي،اته تنه ټپیان شوي او پنځه تنه له وسلو سره یوځای ژوندي نیول شوي دي.
چارواکي وايي چې دغه وسله وال طالبان د افغان ځواکونو د هوايي او ځمکنیو چاڼيزو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د ۲۰۱ سیلاب  قول اردو باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه عملیات د روانې میاشتې په نهمه نېټه پیل شوې چې لا هم دوام لري.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په ترسره شویو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو په زیاته اندازه مهمات،وسلې،پټنځي او یو روزنیز مرکز هم له منځه وړل شوي دي.
سرچینه  زیاتوي چې، دغه راز په دغو عملیاتو کې ۴۴ بېلابېل ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي.
ویل کېږي په ترسره شویو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته