سیاست

سرور دانش: د کورنيو چارو وزارت دې هيڅ راز ګواښ او تطميع ته تسليم نه شي

کابل/ باختر دثور ٣١:
د کورنيو چارو وزارت څلورو تنو معينانو چې نوي په کار ګومارل شوي دي، نن  په خپل کار پيل کړ .
د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين جنرال مراد علي مراد، د دغه وزارت لومړى مرستيال جانان بارکزي، اداري معين امين الله کريم او د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکوسره د مبارزې معين  عبدالخليل بختيار چې نوي په دغو پستونوکې ګومارل شوي دي، نن د جمهور رييس د دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش له خوا د دغه وزارت منسوبينو ته ور وپيژندل شول .
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
قانونپوه سرور دانش په هغې غونډه کې چې په همدې موخه د کورنيو چارو او د ملي دفاع د وزارتونو دمشرتابه هيتونو، د ملي شورا د غړو او د نورو دولتي مقاماتو په ګډون جوړه شوې وه، د امنيتي ځواکونو شهيدانو ته د درود د ويلو او دکورنيو چارو وزارت د پخوانيو معينانو د هڅو او هاند له امله د قدردانۍ د څرګندولو په ترڅ کې زياته کړه چې په اوسنيو شرايطوکې د قواوو د نوي کولو او د ځواکونو د ستړتيا د مخنيوي لپاره ضروري ده چې بدلونونه رامنځته شي او نوي او هوسا اشخاص مسووليت په غاړه واخلي.
  د جمهور رييس مرستيال وويل: پوليس له يوې خوا د دولت د اقتدار او واکمنۍ  د عملي کولو څرګندوي او له بله پلوه د ټولنې او خلکو خدمتګار ځواک دى چې د عمومي نظم د تامينولو، د عدالت د ټينګښت او د قانون د واکمنۍ په محورکې  بنسټيزې دندې په غاړه لري .
خو ده د ټولنې د امنيت په تامينولو کې د پوليسو د ځواکونو رول مهم وباله او ويې ويل: پوليس مکلف دي چې له داسې تدبير څخه  کار واخلي چې د هېوادوالو  سر او مال وساتل شي او د حقوقو او د عمومي آزاديو په نسبت د هغوى د استفادې زمينه برابره شي .
ده د پوليسو په بې طرف والي او غيرسياسي والي د ټينګار په ترڅ کې څرګنده کړه چې دګوندي، قومي،  ژبنيو او سمتي تعلقاتو له مخې فعاليتونه او تصميم نيونې هغه ډير ستر چلنج دى چې کولى شي پوليس له اصلي تګلوري څخه يې  منحرف کړي، له همدې امله دملي پوليسوغير سياسي کول او د پوليسو ملي کول د کورنيو چارو وزارت يو ډير مهم لومړيتوب دى .
د جمهور رييس دويم مرستيال دکورنيو چاروله وزارت څخه وغوښتل چې دخپل کدري سياست د اصلاح کولو په ترڅ کې،  فشارونو او واسطو ته  تسليم نه شي او دخپلو ټولو منسوبينو په ټاکنوکې دې قانوني معيارونو اووړتيا ته پاملرنه وکړي.
ده د اداري فساد پرخلاف  دمبارزې په باب هم وويل: پوليس يو داسي بنسټ دى چې بايد له فساد سره د يو جرم په توګه مبارزه وکړي او دا کار د دې غوښتنه کوي  چې له بل هر ځاى څخه زيات د پوليسو ليکې له فساد څخه پاکې شي .
  سروردانش وويل: د هغو برياليتوبونو او پرمختګونو ترڅنګ چې دکورنيو چارو په وزارت کې ترسره شوي دي، خو ښه به وي چې د زياتو اصلاحاتو لپاره دخپل کار په کمزورتيا  نيوکې وکړي او زياته يې کړه: راشئ  يوبل ته لاسونه ورکړو او په پوليسوکې يو اړخيز اصلاحي پروګرام عملي کړو او ثابته کړو چې د پوليسو په باره کې ډول ډول آوازې بې بنسټه دي، هغه آوازې چې کله ناکله هم آن  په کورنيو او بهرنيو  رسنيوکې هم طرحه کيږي چې ګڼې د پوليسو رتبې او بستونه دپيسو په بدل کې پلورل کيږي اوګڼي د کورنيو چارو په وزارت کې ټاکنې، ګوښه کول او ترفيع ګانې شفافې نه دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته