ټولنه

په کونړکې پر بېوزلو کورنیو د مرستې د بهیر پیل

-کابل / د سلواغې٢٤مه/ باختر
په کونړکې پر زرګونو بېوزلو کورنیو د مرستې بهیر پیل شو.
دغه مرسته نن د نړۍ د خوړو سازمان استازي د کونړ د والي په دفترکې د بېړنۍ کمېټې په غونډه کې اعلام کړه.
ټاکل شوې ده د بشري مرستو د دغه پروګرام په چوکاټ کې د څو راتلونکو ورځو په بهیرکې په کونړکې څه دپاسه ١١ زره  بېوزلې کورنۍ خوراکي توکي ترلاسه کړي.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال باختر آژانس ته وویل چې په دغو کورنیوکې بېوزلي، سېلاو ځپلي او نور کسان شامل دي.
هغه وویل چې دغه مرسته د سیمه ییزې ادارې تر نظر لاندې پر هغو کورنيو ووېشل شي چې بېوزلې دي.
په غونډه کې دغه راز نورو کورنيو او بهرنيو مرستندویو بنسټونو هم په اړوندو برخوکې خپل چمتووالي څرګند کړل.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته