کابل- باختر د زمري دمياشتې ٨
دمشرانو جرګې اداري هييت په ژورې خواشينۍ سره خبرترلاسه کړ چې دکندز ولايت يو قومي مشر حاجي لعل جان دهغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه وفات شوى دى.
ارواښاد حاجي لعل جان دخپل عمر په اوږدوکې تل ديو خيرخوا شخص په توګه دخلکو په خدمت کې و دمشرانو جرګې اداري هييت ارواښاد ته د دعا په ترڅ کې دالله (ج) له دربار څخه د اروښاد کورنۍ ،خپلوانو او دکندز ولايت خلکوته دجميل صبرهيله کوي.
2 د یوې دقیقې څخه لږ