امنیت

په بشپړه توګه دداعش دډلې له شتون څخه دننګرهار ولايت دپچير او اګام ولسوالۍ پاکول .

کابل باختر د ليندى  يوولسمه :
دننګرهار ولايت دپچير او اګام ولسوالۍ په بشپړه توګه دداعش په ډلې  پورې داړوندو  ډار اچوونکو له شتون څخه پاکه شوه .
دافغانستان  په ختيځ کې پوځي مقامات وايي چې دداعشيانو له شتون څخه دپچير او اګام ولسوالۍ دپاکولو په عملياتو کې کابو دوه سوه تنو کورنيو او پاکستاني ډار چوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
  دغه عمليات په پچير او اګام ولسوالۍ کې دداعش دډلې دشتون او فعاليت  له زياتوالي وروسته  کابو يوه مياشت مخکې پيل شوي و .
دافغانستان  په ختيځ کې دملي اردو دڅلورمې لوا قوماندان جنرال نسيم سنګين دباختراژانس خبريال ته وويل چې پوځيانووړمه شپه په پچير اواکام کې دداعشيانو وروستۍ مرکز ونيوه هغه پيښه چې دداعش دډلې دکابو شلو تنو غړو دوژل کيدو سبب شوه .
ده وويل همدا اوس  دپچير اواګام  ولسوالۍ په بشپړه توګه د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکه شوې ده .
دترلاسه شويو ارقامو له مخې دداعشيانو له شتون څخه دپچير او اګام ولسوالۍ  دپاکولو دپوځي عملياتو په بهير کې دداعشيانو دجنګي وسايلو په لسګونو ډيپوګانې  دپوځيانو لاس ته ورغلي دي  او دهغوى څو مهم مرکزونه   دړې وړې شوي دي .
دافغانستان په ختيځ کې پوځي مقاماتو دپچير او اګام  له ولسوالۍ څخه له بې ځايه شويوکورنيو  څخه وغوښتل چې په ډاډه زړه دې بيرته خپلو کورونو او مېنو ته ستانه شي .
  دوى وويل چې همدااوس دپچير او اګام ولسوالۍ په مهموسيمو کې دايمي نظامي اډو دجوړولوپه حال کې دي چې دغې ولسوالۍ ته دداعش دبيرته ستيندو امکان شتون ونه لري .
په همدې حال کې دننګرهار ولايت په پچير او اګام کې دوروستيو جګړو له امله ددغه ختيځ ولايت نورو سيمو ته دسلګونوکورنيو  دبې ځايه کيدو تر څنګ زياتې ويجاړتياوې شوې دي .
  په ننګرهار  ولايت کې سيمه ئيز مقامات وايي چې دداعشيانو له شتون څخه دپچير او اګام په پاکولو سره دښوونځيو او روغتونونو او دعامه خدمتونو دنورو دفترونو په ګډون دولتي بنسټونه خپل فعاليت له سره   پيلوي .
دپچير او اګام په پاکولو سره ،  دا په ننګرهار کې دداعش لپاره چې په افغانستان کې ددغې ډار اچوونکي ډلې مرکز بلل کيږي د کار پاى نه دى .
لاتراوسه پورې ددغه ختيځ ولايت ځينې سيمې دداعشيانو دشتون او فعاليت ډگر دى .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو قوماندان جنرال سنګين وايي چې دغو پوځي عملياتو ته به  دننګرهار ولايت په نورو سيمو کې هم دوام ورکړي چې په هغو کې  دداعش ټغر دتل لپاره راټول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته