کابل / باختر د تلې دمياشتې ٢٥ :
دکاپيسا ولايت دکوهستان دلومړۍ برخې د ولسوالۍ د دوو تنو اوسيدونکو شخړه پرون دنښتې سبب شوه چې له امله يې دوه تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول.
دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ د اپراسيون آمر اسدالله حميدي د باختر آژانس خبريال ته وويل: پرون مازيګر دکاپيسا ولايت دکوهستان دلومړۍ برخې دولسوالۍ د اصلي اوسيدونکو حاجي عبدالرحيم او حاجي خليل ترمنځ ناندرې ووهل شوې چې د دوى د زامنو په مداخلې سره فزيکي جګړه ونښته چې په بهيرکې يې د حاجي عبدالرحيم دوه زامن ووژل شول او د ښکيلو لورو څلور تنه نور ټپيان شول.
پيښه د پوليسو له خوا څيړل کيږي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ