سیاست

په دايکنډي کې د راى ورکولو بهير پيل شوى دى

کابل/ د تلې ۶ مه / باختر
په دايکنډي کې د راى لومړنۍ پاڼه د دايکندي والي په نيلي ښارکې د راى ورکولو صندوق ته واچوله او دغه بهير په دغه ولايت کې پيل شو.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې:
د دايکنډي والي سيد انور رحمتي وويل: په انتخاباتوکې ګډون په شرايطو برابر د افغانستان د هر وګړي حق دى چې موږ د رايو صندوقونو ته په ورتګ سره، د ملي وحدت او دموکراسۍ ارزښتونه ټينګوو.
هغه له خلکو څخه وغوښتل چې د خپلې خوښې وړ کانديد ته رايه ورکړي.
په دايکنډي کې د راى ورکولو له ٢٧٧ مرکزونو څخه يواځې درې مرکزونه د نا امنيو له امله تړلي دي.
تر اوسه پورې د راى ورکولو په دغو مرکزونوکې د ښځو ګډون پيکه دى.
ختم-ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته