کابل باختر د لړم دمياشتي اتمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان تيره شپه دغزني ولايت په مربوطاتوکې د سيلاب د عملياتو په بهيرکې ووژل شول او يوولس تنه نور ټپيان شول .
په غزني ولايت کې دملي اردو د دريمې لوا ويندوى نجيب الله سلطاني باخترآژانس ته وويل: دغه عمليات دملي اردو، ملي پوليسو او دملي امنيت د ځواکونو له خوا دغزني دګيرو ولسوالۍ دلوديانوپه کلي کې ترسره شول چې په بهيرکې شپږ تنه طالبان ووژل شول، يوولس تنه ټپيان شول او د وسايطو ضدپنځه ماينونه کشف او شنډ شول.
خبرځاى زياته کړه: دغه عمليات تراوسه پورې دوام لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ