امنیت

دوسله والو ځواکونو لوى درستيز د ناټو دګډو ځواکونو له مرستيال سره وکتل

کابلباختر دسرطان٦
په هغې کتنه کې چې نن دملي اردودلوى درستيز اودناټودګډو ځواکونو دقوماندانۍدمرستيال ترمنځ په کابل کې وشوه دملي اردودمنسوبينو دسمبالولواوښوونې اوروزنې په باب خبرې وشوې
دملي دفاع  وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ:دملي اردو لوى درستيز سترجنرال ارکانحرب شيرمحمد کريمي نن دناټو دګډو ځواکونو دقوماندانۍ له مرستيال ستر جنرال سرريچاردشيرف سره چې د کابل په سفر بوخت دى وکتل اودملي اردو دتجهيزاتواوروزنې په باب خبرې وکړې
دغه راز دواړو لورو دامنيتي مسوليتونو دسپارلو دپروګرام دتحقق اويولړ نورو مسئلو په باب هم خبرې وکړې اودهمکاريو په دوام يې ټينګاروکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته