امنیت

په بدخشان کې دهيروئينو د پروسس پنځه فابريکې وسوځول شوي

کابل باختر دوږي  دري ويشتمه
دکورنيو چارووزارت له نشه يي توکو سره دمبارزي پوليسو او دبدخشان ولايت  دامنيې  قوماندانۍ منسوبينو دبدخشان ولايت په کشم ولسوالۍ کې  دهيروئينو دپروسس پنځه فابريکې  وسوځولي .
  دغه عمليات تيره شپه  دکشم ولسوالۍ په ګندم قول کلي کې دشپږو هليکوپترونو په ګډون ترسره شول .
دکورنيو چارو وزارت  له نشه يي توکوسره دمبارزي دمعينيت دعملياتي ټيم قوماندان ډګروال بلال وويل په دغو عملياتو کې د هيروئينو دپروسس پنځه فابريکې ، يو زرو شپږ سوه کېلوګرامه  اپين او يو زرو پنځه سوه کېلوګرامه هيروئين کشف او په ساحه کې وسوځول شول .
  دغه راز دبدخشان ولايت له نشه يي توکو سره دمبارزي مدير سمونوال حبيب الله  فروغي  باختر اژانس ته وويل چې دبدخشان ولايت له نشه يي توکو سره دمبارزي پوليسو دروان کال په شپږو مياشتو کې په څلور زره شپږ څلويښت هکتاره   ځمکه کې کرل شوي کوکنار اړولي دي .
دغه راز دروان کال په شپږو  مياشتو کې يو ويشت کېلوګرامه  اپين څه دپاسه اته کېلوګرامه چرس ، يوه زياته اندازه کېمياوي توکې چې دهيروئينو په جوړولو کې کارول کېږي او يوه زياته اندازه مهمات ترلاسه شوي دي .
  فروغي زياته کړه چې په روان کال کې دنشه يي توکو څلور ويشت تنه قاچاق وړونکې نيول شوي  او عدلي او قضايي ارګانونه ته سپارل شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته