خبرونهفرهنګTOPټولنه

په زابل کې د اسلامي امارت چارواکو د بدۍ پر احتمالي اور اوبه واړولې

د زابل په شینکۍ ولسوالۍ کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یې منځګړیتوب وکړ او دواړو ترمنځ یې روغه جوړه وکړه.

د زابل په شینکۍ ولسوالۍ کې درې میاشتې وړاندې د ښالم خېلو او قادرخېلو کلي د ماشومانو تر منځ د لوبو پر مهال د ښکار په ټوپک یو ماشوم بل ماشوم وواژه.

د قاتل او مقتول د کورنیو تر منځ د پېښېدونکې بدۍ احتمال ورځ تر بلې ډېرېده؛ خو افغانستان د جرګو او مرګو هېواد دی د یادې ولسوالۍ ولسوال مولوي عبدالولي واقد، د سیمې علماء کرامو او قومې مخورو د اسلامي شریعت له اصولو سره سم د پښتني دود له مخې د جرګو او مرکو په پایله کې دغه شخړه حل او فصل کړه.

د شینکۍ ولسوالۍ مخورو د قربانیانو کورنیو او عامو خلکو د اسلامي امارت له حکومته مننه وکړه چي په لنډ وخت کې یې د دوی پر احتمالي اور اوبه واړولې.

دوی وایي خوښ دي چې د افغانستان اسلامي امارت په مهربانه غېږ کې خپل ژوند کوي او د هرنګه ملاتړ ډاډ یې ورکړ.

په همدې حال کې ښاغلي واقد د افغانستان اسلامي امارت پالیسي د جرګې ټولو ګډونوالو ته واوروله او زیاته یې کړه چې د خلکو خدمت د اسلامي امارت  دیني او ملي وجیبه ده.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته