ټولنه

د غور د والي ويندوى: د غنمو او د واښو نشتوالى د څه د پاسه زروکورنيو او د هغوى د څارويو ژوندترګواښ لاندې نيولى دى

کابل باختر د مرغومي شپږمه :
په غور ولايت کې څه دپاسه زر بې وزلې کورنۍ بيړنيو مرستو ته اړتيا لري.
ټاکل شوې وه چې د ژمي له را رسيدو مخکې څه دپاسه شپږ زره ټنه غنم او دوه زره ټنه حيواني واښه د کرنې او اوبو لګولوله وزارت څخه د غور ولايت مرکز او نهو ولسواليوته وليږدول شي چې تراوسه پورې دغه توکي نه دي ليږدول شوي.  همدا اوس دغور ولايت له مرکز او له ګاونډيو ولايتونوسره د دغه ولايت د شپږو ولسواليو شهرک دولينه، ساغر، پسابند، تيورې او غورک مواصلاتي  لارې د واورې د اورښت له امله تړلې شوې دي.
دغور ولايت له طبيعي پيښو سره د مبارزې رييس حميدالله دادفر د دغه ولايت دمواصلاتي لارو د تړل کيدو په تائيدولو سره وايي چې دى نوى له کابل څخه غور ته رسيدلى او کابل کې له طبيعي پيښو سره د مبارزې د ادارې او دکرنې او اوبو لګولو وزارت مسوولينو ده ته ويلي دي چې غور ته د شپږو زره ټنو غنمو او د دوه زره ټنه وښو ليږونه څه دپاسه دوو مليونو افغانيو ته اړتيا لري چې دغه پيسې اوس زموږ په واک کې نشته اوپه همدې دليل دغه غنم او واښه دغور ولايت ته نه ليږدول کيږي .
دادفر وويل چې په کابل کې دحکومت مرستندوى بنسټونه دغور ولايت له بې وزلو او اړو خلکو سره د مرستې ليوال دي خو د دغو توکو د برابرولواوليږدونې لپاره پيسې په واک کې نه لري .
په همدې حال کې د غور د والي ويندوى عبدالحى خطيبي: باخترآژانس ته وويل  چې په غورکې څه دپاسه سل زره مستحقې او اړې کورنۍ پيژندلې شوې دي او په همدې مقصد د توکو د ويش کارتونه ورته ورکړى شوي دي.
  خو تراوسه پورې دغه د اړتياوړ توکي دغه ولايت ته نه دى ليږدول شوى چې په دغوکورنيو وويشل شي .
دغور د والي ويندوى وويل: ددغو توکو د ليږدونې په خاطر د مرکزي حکومت بې پروايى او د مواصلاتي لارو تړل کيدل په دغه ولايت کې خوراکي توکو ته دڅه دپاسه سلو زرو اړو کورنيو ژوند تر ګواښ لاندې نيولى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته