امنیت

دکورنيو چارو وزير د سنګين ولسوالۍ امنيتې حالت وڅيړه

کابلباختردجوزا١٤
دهيواد د کورنيو چارو وزير د هلمندولايت په سنګين ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو د نتيجو دڅيړنې په مقصد دغې ولسوالۍ ته سفر وکړ.
دکورنيو چارو وزيرسترپاسوال غلام مجتبى پتنګ پرون د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ ته سفر وکړ چې د دغې ولسوالۍ امنيتي حالت له نږدې وڅيړي.
دغه سفر په داسې حال کې کيږي چې له دوو اوونيو را په ديخوا د افغانستان امنيتي ځواکونو د تروريستانو او د ډاراچوونکو له شتون څخه د دغې ولسوالۍ دپاکولو په مقصد ګډ عمليات پيل کړي دي.
دکورنيو چارو وزير دسنګين ولسوالۍ ته په خپل سفرکې دهلمند ولايت له دولتي او امنيتي مقاماتو اودغه راز له قومي مشرانو او خلکو سره وکتل او د سنګين ولسوالۍ امنيتي حالت يې په هراړخيزه توګه وڅيړه او د دغې ولسوالۍ امنيتي حالت يې ښه وباله او د تروريستانو له شتون څخه د سنګين ولسوالۍ دپاکولو په کارکې يې د امنيتي ځواکونو د برياليوکړنو په ستاينې سره وويل چې دښمن د سنګين ولسوالۍ د امنيت دګډوډولو په خاطر درې مياشتې مخکې پرو ګرام جوړ کړى و؛ خو د امنيتي ځواکونو ميړانې او مقاومت دغو ناوړو هدفونو ته په لاس برى کې دښمن ناکام کړى دى.
دسنګين ولسوالۍ د امنيتي پوستو کتنه ، د دغې ولسوالۍ دپوليسو د ژوندانه د حالت او د وسلو او تجهيزاتو څيړنه ، د امنيه قوماندان او دپوليسو د يوشميرنورو منسوبينو ستاينه او په سنګين ولسوالۍ کې د ميشتو امنيتي ځواکونو د همغږۍ د مرکزکتنه نور کاري پروګرامونه چې دغې ولسوالۍ ته د کورنيو چارو د وزير دسفر دکار په لارښود کې يې ځاى درلود.
دکورنيو چارو وزير د امنيت د تا مينولو اوله تروريزم سره په مبارزه کې د امنيتي ځواکونو دځواکمنۍ په زياتوالى باندې په ټينګار سره وويل چې ٢٠١٤ کال د افغانستان د امنيتي ځواکونو د برياليتوب کال دى او په هغوځواکمنيو سره چې دغو پوځونو ترلاسه کړي دي؛ کولى شي د امنيتي ګواښونو په وړاندې په برياليتوب سره مقابله وکړي او په هيوادکې امنيت او ټيکاو تا مين کړي.
په همدې حال کې د هلمند والي په سنګين ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په تيره بيا د سيمه ييزو پوليسو د ميشتو ځواکونو پياوړتيا وستايله او وې ويل چې د سيمه ييزو پوليسو ځواکونه په بې سارى ميړانې او زړورتيا سره د تروريستانو په وړاندې قاومت کوي او د سنګين ولسوالۍ د امنيت په تا مينولو کې يې ستر رول لو بولى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته