امنیت

يوه اندازه وسلې اوتجهيزات په پروان کې د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلل

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٢٠ :
د پروان  ولايت په مربوطاتو کې دامنيتي او دفاعي ځواکونو دګډو ځانګړو عملياتو په بهير کې يوه اندازه وسلې او مهمات اوپوځي تجهيزات ترلاسه شوي دي.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو  دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.دامنيتي  ځواکونو دغه ګډ عمليات دپروان ولايت  دبګرام ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې درې کلاشينکوفونه  له سلګونو ګوليو  او دريو شارژورنو سره يو بې پليټه داد سن موټر  او دوه جوړې پوځي  بوټان  په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دغه راز دذبيح الله  په نامه يو تن دتروريستي فعاليتونو دترسره  کولو په تور نيول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته