امنیت

طالبانو سندر غاړي وتښتول

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٢٧
وسله والو طالبانو په غزني ولايت کې سيمه ييز سندر غاړي يرغمل کړل.
د غزني ولايت مرستيال محمد علي احمدي د باختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو پرون د ملکي وګړو د سپرلى موټر چې د جاغوريو له ولسوالۍ څخه د غزني ښار ته روان و؛ د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتوکې ودراوه او شپږ تنه يې له سراچه موټرسره له ځان سره بوتلل.
احمدي زياته کړه: دوه تنه له څو ساعتونو وروسته آزاد شول، خو څلور تنه نور چې دوه تنه سيمه ييز سندرغاړي هم پکې دي؛ يرغمل ونيول شول.
احمدي زياته کړه: دغه پيښه د قره باغ ولسوالۍ په دښته کې رامنځته شوه.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: دتښتول شويو کسانو د موندلو لپاره دپوليسو پلټنې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته