سیاست

په لغمان کې د حکومتوالۍ د ښه والي او پرمختيا لپاره هلې ځلې

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٣
په لغمان ولايت کې د حکومتوالۍ د ښه والي او پرمختيا لپاره هڅو زور اخستى.
په لغمان ولايت کې سيمه ييز مقامات وايي چې په سمه توګه په شتو ستونزو له پوهيدو وروسته غواړي په سمه توګه د سيمه ييزو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو سره د ښې حکومتوالۍ او پرمختيا لپاره زمينه برابره کړي .
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د دغه ولايت د ملکي او نظامي ادارو له مسوولينو سره د ملي وحدت د حکومت د سل ورځني پلان د بيانولو په غونډه کې خلکو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو او د ولايت د اقتصادي پرمختيا لپاره په زياتې همغږۍ باندې ټينګار وکړ.
کار موندل، د خلکو اقتصادي وده، د امنيت تامينول، د عدلي او قضايي ارګانونو دخدمتونو ښه والى،کرکيلې ته پاملرنه او له نشه يي توکو سره مبارزه د عدلي او قضايي ارګانونو د ادارو له مسوولينو سره د لغمان د والي په غونډه کې د خبرو وړ موارد و.
د لغمان ولايت د اقتصاد رييس په دې غونډه کې وويل: ټاکل شوې ده د راتلوونکي کال په بهيرکې د خلکو د ټولنيز او اقتصادي ژوندانه د ښه والي لپاره ١٥٩ پرمختيايي پروژې پلې شي.
امنيتي مقاماتو هم په لغمان کې د امنيت د تامينولو او له تروريزم سره د مبارزې لپاره د تدبيرونو د نيولو خبرې وکړې.
د لغمان والي په دې غونډه کې له خلکو څخه وغوښتل چې د امنيت په تامينولو او د ښې حکومتوالۍ په کارکې له دولت سره همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته