کابل باختردچنګاښ دمياشتې ١١ :
دکرکټ سيالۍ پرون په کاپيسا ولايت کې پيل شوي .
دافغانستان دکرکټ بورددرسنيو مسوول فريدهوتک باختراژانس ته وويل دغه سيالۍ دشل اوره سياليو په نامه ياديږي او پنځو ټيمونو په کې ګډون کړي دي او اته ورځي به سيالۍ وکړي .
هوتک وويل ؛چې ددغو سياليو په لومړۍ پړاو کې دنواباد اودبدرآب ټيمونو لوبه وکړه چې دبدرآب ټيم خپل سيال ټيم ته ماتي ورکړه .
ده ددغو سياليو دترسره کولو هدف په کاپيسا ولايت کې دځوانانو ترمنځ دکرکټ دورزش وده او ددغه ولايت ولايتي ټيم ته دغوره څيرو معرفي کول وبلل