نړۍ

په هرساعت کې پنځه تنه ماجرين په سمندرکې ډوبيږي .

روم  باختر د غبرګولي يوولسمه :
داروپا  دبشر دحقوقو مدافع اعلام وکړ چې دروان ميلادي کال له پيل څخه دمهاجرينو دسپرلۍ دبيړيو دډوبيدو پيښو ورځ په ورځ زياتيدونکي بهير غوره کړى دى او په هرساعت کې پنځه تنه مهاجرين دمديترانې په اوبو کې ډوبيږي .
دعربي -٢١ خبري سايت خبر راکړ. دبشر دحقوقو دغه مرکز په خپلې وينا کې زياته کړې ده چې دروان ميلادي کال له پيل څخه تراوسه پورې څه ناڅه شپږ څلويښت زره تنه چې سمندرکې  ډوب شوي وو دايټاليا دساحلي ګارد له خوا وژغورل شول او دايټاليا  سواحلو ته ورسول شول .
په دې خبر کې ويل شوي دي چې کابو اويا کوچني بادي بيړۍ او لس نور ې بيړۍ تيره اوونۍ دليبيا له سواحلو څخه دايټاليا دسواحلو په لور ليږدول شوي دي چې دغه شمير له هغې څخه دتيرې اوونې په نسبت  په سلو کې شپيته زياتوالي ښيي .
دروان کال له پيل څخه  تراوسه پورې څه ناڅه يو زرو څلور سوه  تنه په سمندرکې ډوب شوي دي چې يوازې دتيرې اوونۍ په بهير کې ديوې بيړۍ څه ناڅه پنځه سوه تنه سپرلۍ ډوبې او ټولې  يې وژلې شوې دي .
دبشر دحقوقو مدافع دغه راز په تيره اوونۍ کې دمهاجرينو دسپرلۍ ددريو بيړيو دډوبيدو خبر ورکړى دى چې تراوسه پورې رارسيدلي اطلاعات د اته سوه تنو يعنې په هر ساعت کې  دپنځو تنو دډوبيدو څرګندوى دي.
دتيرې اوونۍ دچارشنبې په ورځ هم دمهاجرينو ديوې بيړۍ سل تنه سپرلۍ چې دښځو اوماشومانو په ګډون ٦٥٠ تنه پکې سپاره وو دليبيا په سواحلو کې  ډوبې شوې .
ددغې بيړۍ  پنځه ويشت تنه سپرلۍ  په دې بريالۍ شوې چې ځان دويمې بيړۍ ته ورسوي . او دپنځه اتيا تنو نورو مړي هم وروسته له اوبو  څخه وايستل شول
دپنځه څلويښتو تنو نورو مهاجرينو مړي هم په يوه بله بيړۍ کې چې دتيرې  جمعې په ورځ  ډوبه شوه ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته